ولسمشر د خورشید تلوېزیون په کارکونکو شوی برید غندلی دی

14 اسد 1398 ساعت 9:33

ولسمشر محمد اشرف غني د خورشید تلوېزیون د کارکوونکو په موټر شوې چاودنه غندلې او ویلي یې دي، د رسنیو او ملکیانو په نښه کول جنګي جنایت دی.


ولسمشر محمد اشرف غني د خورشید تلوېزیون د کارکوونکو په موټر شوې چاودنه غندلې او ویلي یې دي، د رسنیو او ملکیانو په نښه کول جنګي جنایت دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پرون یکشنبې د زمري ۱۳ مه مازیګر مهال د پلازمېنې کابل ښار د تایمني پنځم سړک سیمه کې د خورشید تلوېزیونو د کارکوونکو په موټر مقناطسي بم چاودنه وشوه.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، په دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي، چې په ټبیان کې درې تنه د تلوېزیون کارکوونکي دي.

د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو له دې مخکې طالبانو افغان رسنیو ته ګواښ کړی و چې که د دوی په خبره له حکومتي تبلیغاتو او د دوی ضد خپرونو لاس وانخلي، بریدونه به پرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 119128

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119128/

جمهور
  https://www.jomhornews.com