ولسمشر محمد اشرف غني د خورشید تلوېزیون د کارکوونکو په موټر شوې چاودنه غندلې او ویلي یې دي، د رسنیو او ملکیانو په نښه کول جنګي جنایت دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون یکشنبې د زمري ۱۳ مه مازیګر مهال د پلازمېنې کابل ښار د تایمني پنځم سړک سیمه کې د خورشید تلوېزیونو د کارکوونکو په موټر مقناطسي بم چاودنه وشوه.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، په دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي، چې په ټبیان کې درې تنه د تلوېزیون کارکوونکي دي.
د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو له دې مخکې طالبانو افغان رسنیو ته ګواښ کړی و چې که د دوی په خبره له حکومتي تبلیغاتو او د دوی ضد خپرونو لاس وانخلي، بریدونه به پرې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل