۰
سرچینې:

طالبانو اوربند ته زړه ښه کړی، خو چې له افغان حکومت سره د خبرو مېکانېزم معلوم شي

دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۱
له قطر څخه ځینې خبري سرچینې وايي، طالبانو اوربند ته زړه ښه کړی، خو وايي، هغه وخت به یې عملي کړي، چې له افغان حکومت سره یې د خبرو مېکانېزم معلوم شي.
طالبانو اوربند ته زړه ښه کړی، خو چې له افغان حکومت سره د خبرو مېکانېزم معلوم شي
له قطر څخه ځینې خبري سرچینې وايي، طالبانو اوربند ته زړه ښه کړی، خو وايي، هغه وخت به یې عملي کړي، چې له افغان حکومت سره یې د خبرو مېکانېزم معلوم شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له تېرو دریو ورځو راهیسې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو تر منځ خبرې روانې دي.

د دغه خبرو لومړی ورځ مختصره وه، خو په دوهمه مازیګر له پنځو د شپې تر اتو بجو خبرو دوام وکړ، چې ویل کېږي، دا خبرې خورا مهمې ښکارېدې او دواړو لورو یلي، چې ښایي تړون وکړي.

د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې د ډيپلوماتیک کلب په نوم د قطر په یوه دولتي مېلمستون کې روانې دي، ښايي خبرې نورې هم اوږدې شي، خو عمومي فکر دا دی، چې ښایي د دې اوونۍ په جریان کې پای ته ورسېږي او ډېر امکان شته چې هوکړه وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد شنبه په خپل ټوېټر ویلي وو چې یوې ښې هوکړې ته چمتو یوو او طالبانو هم ښکاره کړې چې غواړي هوکړه نهايي شي.

خو ځینې خبري سرچینې وايي، د طالبانو او امریکایانو تر منځ لا هم ځینې مسایل نه دي حل شوي او نه شي ویل کېدی چې تړون به نهايي شي که نه.

د خبري سرچینو په وینا امریکایان هڅه کوي، چې خبرو کې د اوربند موضوع قوي کړي، یا هغه سیمو نه چې امریکایان ترې وځي هلته اوربند ټینګ شي او یا هم د امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې طالبان جګړو ته زور ور نه کړي.

خو د سرچینې د معلوماتو په اساس طالبان بیا وایي، د عمومي اوربند خبره به هغه وخت عملي کړي، چې د افغان حکومت سره د خبرو مېکانېزم معلوم او یو څه پرمختګ وشي.

د سرچینې په وینا طالبانو ټینګار کړی، که د افغان حکومت سره د خبرو میکانېزم معلوم شي، یو څه پرمختګ وشي او طالبان ډاډمن شي، چې له خبرو یو څه جوړېږي ښايي د عمومي اوربند خبره عملي کړي.


جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي