۰

که د قطر خبرې بریالۍ شي ښايي ډونالډ ټرمپ کابل ته سفر وکړي

دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۵
پاکستاني رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، که قطر کې د امریکا او طالبانو روانې خبرې بریالی شي، ښایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ کابل ته سفر وکړي.
که د قطر خبرې بریالۍ شي ښايي ډونالډ ټرمپ کابل ته سفر وکړي
پاکستاني رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، که قطر کې د امریکا او طالبانو روانې خبرې بریالی شي، ښایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ کابل ته سفر وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان ډان انګلیسي ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په حواله ویلي، د قطرې د سولې د مذاکراتو د بریالي کېدو په صورت کې کېداشی شي ولسمشر ټرمپ د سپټمبر میاشت کې کابل ته سفر وکړي.

د سرچینې په وینا د ټرمپ د سفر موخه به دا وي، تر څو د سولې تړون نهايي کړي.

دغه ورځپاڼې دا هم ویلي، چې په همدې تړاو ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الیس ویلز نن دوشنبې د زمري ۱۴ مه د یوه پلاوی په مشرۍ اسلام آباد ته سفر وکړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې اسلام آباد ته د ویلز د سفر موخه دا ده، چې له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره افغان سولې ته د رسېدو په لارو چارو او پرمختګونو خبرې وکړي.

د ورځپاڼې په بارو مېرمن وېلز به له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې تر څنګ د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو ځینې خبرې سپینې کړي.

 راپور وایي، الیس ویلز به پاکستاني چارواکو سره پر هغو ژمنو ټینګار وکړي چې عمران خان په خپل وروستي سفر کې امریکا ته ورکړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي