۰

د کورنیو چارو وزارت د علمې په یوه موټر چاودنې پنځه تنه وژلي

چهارشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۶
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معنیت د عملې په یوه موټر د شوې چاودنې له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت د علمې په یوه موټر چاودنې پنځه تنه وژلي
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معنیت د عملې په یوه موټر د شوې چاودنې له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون سه شنبې د زمري ۱۵ مه مازیګر مهال د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وشوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، موټر سایکل بم چاودنه د یادې حوزې اړوند د روسانو سړک باندې د نشه يي توکو سره د مبارې معنیت د عملې په موټر شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې دغه چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي، چې ټول د نشه يي توکو سره د مبارزې معنیت کارکوونکي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې چې تر دې یوه ورځ وړاندې د تایمنیو په سیمه کې د خورشید تلوېزیون د کارکوونکو په موټر هم چاودنه شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي