د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال خوشحال سادات وایي، د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه د موټر بم برید مرګ ژوبله ۱۵۹ تنو ته رسېدلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن چهارشنبي د زمري ۱۶ مه سهار ۹:۵ بجې د کابل ښار لوېدیځ لور ته په شپږمه امنیتي حوزه تر سره شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت په وینا برید موټر بم و، چې د شپږمې امنیتي حوزې د آمریت پر نظام کرول کې شوی دی.
د دغه وزارت امنیتي معین جنرال خوشحال سادات کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې په دغه برید کې ۱۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د برید له امله ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان شوي، چې اکثریت یې ولسي وګړي دي.
د دغه چاودنې له امله ګڼو دوکانونو، کورونو او دفترونو ته هم مالي زیانونه رسېدلي دي.
د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او ویلي، یې دي، چې دوی د پوځ د جلب و جذب په یوه مرکز ځانمرګی برید کړی او ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل