۰

هرات کې چاودنې ۸ ملکي وګړي ټپیان کړی دی

چهارشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۶
سیمه ییز چارواکي وایي، هرات ولایت کې په یوه موتر پسې د نښلول شوي ماین چاودنې ۸ تنه ولسی وګړي ټپیان کړي دي.
هرات کې چاودنې ۸ ملکي وګړي ټپیان کړی دی
سیمه ییز چارواکي وایي، هرات ولایت کې په یوه موتر پسې د نښلول شوي ماین چاودنې ۸ تنه ولسی وګړي ټپیان کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د زمري ۱۶ مه د هرات ښار په درب ملک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، چاودنه په یوه بس موټر پسې د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، او قربانیا یې هم د بس موټر مسافرین دي.

هغه د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو د هرات د عامې روغتیا ریاست مشر ډاکتر عبدالحکیم تمنا وایي، د پېښې له ځایه دوی ته ۸ ټپیان وروړل شوي، چې دوه مېرمنې، دوه ماشومان او څلور نارینه دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم هرات کې ورته چاودنې پنځه ملکي وګړي وژلي او ۲۹ نور ټپیان کړي وو.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د امنیتی پېښو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله خورا لوړه شوې ده.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي