۰

د سلام شبکې تجارتي رییس ډاکتر محمد قاسم تاج وردګ وژل شوی دی

پنجشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۹
د مشعل پوهنتون پخوانی رییس او د سلام شبکې تجارتي رییس ډاکتر محمد قاسم تاج وردګ پلازمېنه کابل کې د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د سلام شبکې تجارتي رییس ډاکتر محمد قاسم تاج وردګ وژل شوی دی
د مشعل پوهنتون پخوانی رییس او د سلام شبکې تجارتي رییس ډاکتر محمد قاسم تاج وردګ پلازمېنه کابل کې د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په تاج وردګ پرون چهارشنبې د زمري ۱۶ مه ماښام مهال د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې چاودنه وشوه.

ویل کېږي، د تاج وردګ په موټر پسې چسپکې ماین نښلول شوی و او کله یې چې موتر د کمپنۍ سیمې د سردار داود خان ښارګوتي دروازې ته رسېد، چاودنه یې وکړه.

په دغه چاودنه کې ډاکتر قاسم تاج وردګ وژل شوی خو د نورو کسانو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.
امنیتي چارواکو هم تر اوسه څه نه دي ویلي، او نه یې هم مسوولیت چا په غاړه اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي