د هند او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره اسلام آباد د ډیلي سفیر له خپلې خاورې ایستلی او له هند سره یې اقتصادي اړیکې پرېکړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر پر سر تاوتریخوالی هغه مهال زیات شو، چې هندي ځواکونو د دوی تر کشمیر لاندې پر یوه زیارت د ترهګرو د بریدونو خبر تر لاسه کړل.
هند ویل، پاکستان کې مېشت ترهګر غواړي د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر یوه زیات بریدونه وکړي او له همدې امله یې د سیمې خلکو ته د وتلو او پولې ته د سلګونو اضافي پوځیانو د لېږلو پرېکړه وکړه.
تر دې وروسته هند تر خپلې ولکې لاندې هندي کشمیر ته ورکړي اختیارات هم لغوه اعلان کړه او د هغه سیمې اختیارات یې ټول په خپل لاس کې واخستل.
د هند دغه پرېکړو د پاکستان غوسه راوپاروله او د عمران خان په مشرۍ د ملي امنیت کمېټې یې پرون په یوه ناسته کې له هند سره د اقتصادي اړیکو د پرېکولو اعلان وکړ.
دغه راز پاکستان وايي د اقتصادي اړیکو د ځنډولو تر څنګ له هند سره به په نورو برخو کې هم پر خپلو اړیکو غور کوي او به په ملګرو ملتونو کې د کشمیر مسئله راپورته کړي چې پر هند فشار راوړي چې کشمیر ته بېرته اختیارات ورکړي.
همدارنګه پاکستان له اسلام آباد څخه د هند سفیر هم ایستلی دی او ویلي یې دي، چې له هند سره یې خپلې دیپلوماتیکي او اقتصادي اړیکې ځنډولې دي.
د پاکستان لومړي وزیر له هند سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه ویلي، چې جګړه د یوه لوري په ګټه نه ده او نه به هم ګټونکی ولري، خو پر سیمه به منفي اغېز وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل