د وسله والو طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی د افغان سولې په تړاو د خبرو لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ۱۲ کسیزه پلاوی مشرۍ د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کوي.
طالب هم د دغه پلاوي د سفر پخلی کړی او د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر لیکلي، چې د دوی د پلاوی هرکلي ته د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استاز عصمت ایرګاشیف هوايي ډګر ته ورغلی وو.
شاهین د طالبانو استازی به نن د ازبکستان له لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړي، خو دا چې د خبرو اجنډا او موضوعات به یې څه وي، په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.
خو په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، طالب پلاوی له بهرنیو هېوادونو سره د سلامشورو لپاره ازبکستان ته تللی دی.
ښايي د دې سفر د خبرو یو بل جز هم د بین الاافغاني خبرو لپاره د ازبکستان کوربتوب وي، ځکه دغه هېواد وړاندې د بین الاافغاني خبرو د کوربتوب لپاره چمتوالی ښودلی دی.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ملابرادر په مشرۍ طالب پلاوي اندونیزیا ته او له هغې وړاندې چین ته هم سفرونه کړي او د دغه هېوادونو له چارواکو سره یې پر سوله خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل