۰

سر صلیب: د سولې خبرو تاوتریخوالی هیڅ نه دی راکم کړی

سی شنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۲
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، د سولې خبرو اترو لا هم په افغانستان کې تاوتریخوالی او ملکي تلفات نه دي راکم کړي.
سر صلیب: د سولې خبرو تاوتریخوالی هیڅ نه  دی راکم کړی
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، د سولې خبرو اترو لا هم په افغانستان کې تاوتریخوالی او ملکي تلفات نه دي راکم کړي.
 
د جمهورآژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د سور صلیب مشر خواند پدرو سکارر وايي، د لوی اختر په مناسبت د ښکیلو لوریو لخوا د ملکیانو د خوندیتوب لپاره کافي تدابیر نه وو نیول شوي.
 
نوموړي پر ښکیلو غاړو غږ کړی چې د ملکیانو، ملکي ځایونو، روغتیايي مرکزونو او روغتیايي کارمندانو د خوندیتوب لپاره لا زیات اقدامات واخلي.
 
په دې تړاو د سره صلیب اعلامیه کې راغلي، هوايي بریدونه او شپني عملیات د معلولینو، ښځو او هغو ماشومانو د مړینې سبب ګرځي چې جګړه کې هیڅ رول نه لري.

دغه نړیوال بنسټ ویلي، پر روغتیايي کارمندانو او مرکزونو د بریدونو زیاتوالي اندېښنه ور اچولې ځکه د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پر روغتیايي کارمندانو او مرکزونو ۵۹ بریدونه شوي دي.

سور صلیب ښکېلو غاړو سره د جنګي بندیانو وضعیت ته هم اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې دغه بندیان باید روغتیا، لباس او کورنیو سره د تماس له اسانتیاو برخمن وي.

سور صلیب په داسې حال کې د سولې د خبرو د نه اغېز خبر ورکړی چې همدا دوشنبه په قطر کې د طالبانو او امریکایانو د مذاکراتو اتم پړاو پای ته ورسېد.

که څه هم دغو خبرو کې د پرمختګ څرک ونه لیدل شو، خو تر دې وړاندې زلمي خلیلزاد د اسد په ۱۴مه ویلي وو چې ډېر لوی پرمختګونه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

  
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي