د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځۍ یو استاد صفت الله ساحل د خپلې کورنۍ له څلورو تنو غړو سره د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لوړو زده کړو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه وايي، د استاد صفت الله په موټر پرون سه شنبې د زمري ۲۲مه د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سړک د غاړې چاودنه شوې ده.
د وزارت په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې په موټر کې د استاد د کورنس څو غړي سپاره و، خو ورستي راپورونه وايي، په دغه چاودنه کې د استاد په ګډون د هغه د کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د یادونې ده، چې د کندهار پوهنتون د ښوونې روزنې پوهنځي استاد صفت الله ساحل یوه میاشت وړاندې له هند څخه ماسټري راوړېوه.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل