۰

کاپیسا کې د هوان مرمۍ لګېدو له امله درې نجونې وژل شوې دي

چهارشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۹
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کاپيسا ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې ۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کاپیسا کې د هوان مرمۍ لګېدو له امله درې نجونې وژل شوې دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کاپيسا ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې ۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د زمري ۲۲ مه د کاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د جالو خېلو په سیمه کې رامنځ ته شوې.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق یوریش وایي، په دغه سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته وه، چې د طالبانو له لوري توغول شوې د هاوان مرمۍ په یوه کور لګېدلې.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې د یادې کورنۍ درې نجونې وژل شوې، دوه مېرمنې او دوه نارینه ټپیان شوي دي.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، چې ټپیان ځايي روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې هم د سړک د غاړې ماین چاودنې د پنځو ولسي وګړو ژوند اخیستی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

په وژل شویو کسانو کې یو هم د کندهار پوهنتون د ښوونې روزنې پوهنۍ استاد شامل دی، چې تازه یې له هنده ماسټري راوړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي