۰
امریکايي سناتور:

د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو هر ډول هوکړه باید کانګرېس و ارزوي

شنبی ۲۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۶
د امریکا جمهوري غوښتونکي ګوند یو مخکښ سناتور لېندسي ګراهام وايي، د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو هر ډول هوکړه باید د امریکا خلک او کانګرېس و ارزوي او پرې پوه شي.
د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو هر ډول هوکړه باید کانګرېس و ارزوي
د امریکا جمهوري غوښتونکي ګوند یو مخکښ سناتور لېندسي ګراهام وايي، د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو هر ډول هوکړه باید د امریکا خلک او کانګرېس و ارزوي او پرې پوه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګراهام وايي، داسې هره هوکړه چې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره شرایطو ته په کتو سره د اړتیا تر مهاله د امریکايي ځواکونو شتون ردوي په لوی لاس بحران ته لار هوارول دي.

د هغه په وینا په طالبانو داسې باور کول چې ګواکي دوی به د ترهګرۍ ضد امریکايي ځواک د بدیل په توګه افغانستان کې له القاعده، داعش یا نورې سخت دریځه ډلې کنټرول کړي، د ایران د اټومي پروګرام پر سره د مخکني ولسمشر بارک اوباما تر هوکړې لویه تېروتنه ده.

هغه په یوه ټوېټ کې ویلي«''هیله من یم ولسمشر او ټیم به یې د اسلامپالو هغه ګواښ مقابل کې چې له افغانستانه، یانې له هغه ځایه چې د ۱۱ سپتمبر بریدونه پکې تنظیم شوي وو، راپورته کېږي، تل پاتې پرېکړې وکړي.»

دی زیاتوي، چې یوه ناوړه هوکړه به په نړیواله کچه سخت دریځي اسلامپال تنظیمونه پیاوړي کړي، نو ځکه ولسمشر ټرمپ ته پکار ده، چې ''ځېړک او ارام اوسه او د خپلې امنیت شورا ټیم مشورو ته غوږ ونیسي.

سناتور لېندسي ګراهام ټينګار کړي، چې طالبانو سره له هر ډول احتمالي هوکړې مخکې په کانګریس کې په دې تړاو خبرې، غور او بحثونه رایه واخیستل شي، ځکه په وینا یې دا ډېره مهمه ده چې د امریکا خلک او کانګریس هر ډول هوکړه وارزوي او پرې پوه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي