۰

ارګ د سولې لپاره نوي شرایط روښانه کړل

یکشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۳
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ له طالبانو سره د سولې لپاره نوي شرایط روښانه کړل، چې په سر کې یې د اوربند مساله راغلې ده.
ارګ د سولې لپاره نوي شرایط روښانه کړل
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ له طالبانو سره د سولې لپاره نوي شرایط روښانه کړل، چې په سر کې یې د اوربند مساله راغلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ مانۍ ویاند صدیق صدیقي وایي، افغان حکومت ته د سولې د نقشې اساسي اهداف، اروبند، سیاسي ژوند ته د طالبانو ستنېدل او له افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات دي.

صدیقي په تازه څرګندونو کې ویلي، له طالبانو سره د هر ډول هوکړې پایله هم باید همدا وي او طالبان باید لومړی له ملت سره خپلې ښکاره دښمنۍ پای ته ورسوي.

افغان حکومت دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو چارواکو سره په افغان سوله تر ناستې وروسته د اوربند موضوع ته اشاره کړې ده.

پمپیو په ټېټر پیغام کې لیکلي« موږ له افغانستان سره په مشترکه همکاري کې ، د تاوتریخوالو د کمیدو او د اوربند په ګډون د سولې د یو هر اړخیز توافق ترلاسه کیدو ته ژمن یو.»

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم وايي، په لومړي ګام کې طالبان باید دې ته وهڅول شي چې اوربند ومني، تاوتریخوالي ونکړي او له ملت سره خپلې ښکاره دښمني ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اروبند او شرایطو پر اساس له افغانستان څخه د نړیوالو قواوو وتل د سولې د پروسې اصلي موضوعات شمیرل کېږي.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر هم د تېرې جمعې اګست ۱۶ مه د افغان سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه له خپلو نېږدې سلاکارانو پوځي او سیاسي لوړ پوړو چارواکو سره ناسته درلوده.

ټرمپ په یوه ټوېټ کې دغه غونډه ښه بللې او ویلي یې دي دوی به دې هڅه کې دي، چې له مقابل لوري سره یوې ښې موافقې ته ورسېږي، چې پر مټ یې افغانستان کې ۱۹ کلنه جګړه پای ته ورسېږي او سوله ټينګه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي