۰

د امریکا او طالبانو هوکړه نهايي شوې خو لا هم طالبانو اوربند نه دی منلی

یکشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۸
لوېدیځې رسنۍ وایي، د امریکا او طالبانو تر منځ د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه هوکړه نهايي شوې، خو لا یې هم په طالبانو د اوربند خبره نه ده منلې.
د امریکا او طالبانو هوکړه نهايي شوې خو لا هم طالبانو اوربند نه دی منلی
لوېدیځې رسنۍ وایي، د امریکا او طالبانو تر منځ د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه هوکړه نهايي شوې، خو لا یې هم په طالبانو د اوربند خبره نه ده منلې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې واشنګټن پوست ورځپانې په یوه تازه راپور کې ویلي، که په طالبانو د اوربند خبره ونه منل شي، نو دا د سولې د هوکړې ماتېدو ته خطر لا زیاتوي.

دغه راز ورځپانې ویلي، چې له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ کېناستو او خبرو موضوع هم ګونګه پاتې ده او نه ده نهايي شوې.

واشنګټن پوسټ وايي، ټرمپ له خپلو لوړ پوړو کارمندانو سره د جمعې په ورځ له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په تړاو کار کړی خو غني چې د طالب یاغیانو په غوښتنه لا هم امریکا د سولې مذاکراتو څخه دباندې ساتلی دی.

خو افغان حکومت ټینګار کړي، چې به له امریکا سره د باعزته سولې په برخه کې همکاري وکړي، البته په هغه صورت کې چې طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکایان وايي، له طالبانو سره یې لا خپلې خبرې وروستۍ شوې نه دي او چې کله وروستۍ شي له افغان حکومت سره بې خبرو ته کېنوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي