۰
طالبان:

له امریکا سره د سولې د هوکړې ځینې جزیات لا هم نه دي نهايي شوي

یکشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۷
قطر کې د وسله والو طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د دوی او امریکا تر منځ د سولې د هوکړې ځینې جزیات تر دې دمه نه دي نهايي شوي.
له امریکا سره د سولې د هوکړې ځینې جزیات لا هم نه دي نهايي شوي
قطر کې د وسله والو طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د دوی او امریکا تر منځ د سولې د هوکړې ځینې جزیات تر دې دمه نه دي نهايي شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین دغه راز ویلي، چې د هوکړې د لاسلیک ورځ هم لا نه ده مشخصه شوې او په دې اړه لا هم تخنیکي کارونه روان دي.

شاهین ویلي، چې د دې هوکړې ګڼ جزیات لا هم پاتې دي، چې د دواړو لورو تر منځ باید نهايي شي او کله چې نهايي شول نو د تړون د لاسلیک ورځ به هم مشخصه کړی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینو لوېدیځو رسنیو هم ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې یو شمېر جزیات لا هم نا حل پاتې دي.

واشګتڼ پوست ورځپاڼې لیکلي، چې له طالبانو سره د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع نهايي شوې، خو د اوربند او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو موضوع لا هم ګونګه پاتې ده او طالبانو نه ده منلې.

دغه ورځپاڼې خبرداری ورکړی، که د اوربند موضوع ونه منل شي، نو د تړون د ماتېدو خطر شته دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي