د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې پرلپسې پنځه چاودنې شوې، چې ۳۲ تنه یې ټپیان کړي او د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن یې ګډوډ کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وایي، لومړۍ دوه چاودنې نن دوشنبې د زمري ۲۸ مه غرمه مهال د امیر شهید بڼ ته نېږدې شوې، درېیم چاودنه عیدګاه جومات ته څېرمه، څلورمه هغه د مخابراتو څلور لاري او پنځمه هم پښتونستان واټ کې شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دغه چاودنو کې ۱۷ تنه ټپیان شوي، خو روغتیايي چارواکي وایي، د چاودنو له ځایه دوی ته ۳۲ تنه ټپیان وروړل شوي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند زیاتوي، چې شپږ ماینونه خثی شوي هم دي.
تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.
په جلال آباد ښار کې دا چاودنې پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې نن په ټول هېواد کې د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه لمانځل کېږي.
د نورو ښارونو په څېر په جلال آباد ښار کې هم د دغه لمانځ ورځې لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي او جشنونه کېږي، خو چاودنو د ټول ښار فضا بدله کړه او هلته یې د افغانستان د خپلواکۍ د سل کلنۍ جشن ګډوډ کړ.
جمهورخبري آژانس:کابل