۰

پاکستان د پوځ د مشر کاري موده ۳ کاله نوره هم وغځوله

سی شنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۶
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه یو ځل بیا د دریو کلونو لپاره د پوځ د مشر په توګه ټاکلی دی.
پاکستان د پوځ د مشر کاري موده ۳ کاله نوره هم وغځوله
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه یو ځل بیا د دریو کلونو لپاره د پوځ د مشر په توګه ټاکلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عمران خان دفتر پرون دوشنبې د زمري ۲۸ مه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دغه اعلان کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د عمران خان د یوه فرمان له مخې به د جنرال قمر جاوید باجوه د دریو نورو کلونو لپاره هم د پوځ د لوی درستیز دنده مخ ته وړي.

د پاکستان د لومړي وزیر په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا پرېکړه یې د سیمې د امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره کړې ده.

که څه هم د پاکستان د لومړي وزیر دفتر وايي، دا پرېکړه د سیمې د امنیتي وضعیت له مخې شوې، خو وړاندې پاکستاني شنونکو ویل، که پاکستان له امریکا سره خپلې اړیکې ښې کړي او د هغو ځینو غوښتنو په تېره بیا د افغان سولې په برخه کې د مرستې کولو ډاډ ورکړي، نو کېدای شي، چې باجوه د څه مودې لپاره د پوځ د مشر په توګه پاتې شي.

سیاسي څېړونکي وايي، د پاکستان سیاست لوی درستیز او د دغه هېواد د استخباراتو اداره ټاکي او هر څه چې د پاکستان پوځ وغواړي، هماغه کېږي.

د یادونې ده، چې د پاکستان پوځ له ډېرې مودې راهیسې د دغه هېواد د خلکو په ژوند کې مهم رول لوبولی دی او د دغه هېواد په ۷۲ کلن تاریخ کې یې پر سیاست او پوځي چارو حاکم دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي