۰
متقاعد امریکايي جنرال:

د افغانستان جګړه د عراق په څېر پای نه لري، امریکا د سرتېري وباسي

سی شنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۹
متقاعد امریکايي جنرال ویلي، افغانستان کې جګړه د عراق په څېر پای نه لري نو ښه به دا وي، چې امریکا له دغه هېواده خپل سرتېري وباسي.
د افغانستان جګړه د عراق په څېر پای نه لري، امریکا د سرتېري وباسي
متقاعد امریکايي جنرال   ویلي، افغانستان کې جګړه د عراق په څېر پای نه لري نو ښه به دا وي، چې امریکا له دغه هېواده خپل سرتېري وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اېټان دغه څرګندونې یوس اې ټوډې ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې امریکا دوه لسیزې افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړه او اوس د دې وخت رارسېدلی، چې خپل سرتېري له دغه هېواده وباسي.

هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان جګړه د عراق په څېر پای نه لري، نو ځکه نور افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مجودیت او نه موجودیت د جګړې د کنټرول لپاره ګټور نه دی.

نوموړي د سرتېرو د ایستلو په تړاو د امریکايي سیاستوالو اندېښنې هم بې ځایه بللې دي او په وینا یې اوس القاعده ختمه شوې نو د امریکا ملي امنیت ته هېڅ ګواښ نه دی متوجه.

دا په داسې حال کې ده، چې واشنګټن پوست امریکايي ورځپاڼې د افغان سولې او له افغانستانه د ځواکونو ایستلو ته په اشارې وايي، ټرمپ د اوباما له ناکامو تجربو درس نه اخلي او د امریکا احتمالي بریا به په شرموونکې ماتې بدله کړي.

ورځپاڼې په یوه مطلب کې وړاندې لیکلي، ټرمپ د حالاتو او وضعیت له تحلیل پرته په بېړه د افغانستان په اړه پرېکړې کوي او په دې توګه به دغه هېواد یو ځل بیا د جګړو په ډګر بدل شي.

د ورځپاڼې په باور افغانستان همدا اوس په خونړۍ جګړه کې دی خو ټرمپ له دغه هېواده د خپلو ځواکونو د ایستلو په لټه کې دی.

ورځپاڼه لیکي، نوموړي د سرتېرو د ایستلو په اړه د مخکني ولسمشر اوباما ناکامه تجربې تکراروي او پرته له دې چې افغانستان کې د سولې یوه باوري هوکړه وکړي، غواړي خپل ځواکونه وباسي.

سرچینې ټینګار کړی، د امریکا ولسمشر ته پکار ده چې تر هر څه وړاندې ځان په افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه ډاډ او بیا په منطقي او معقوله توګه ځواکونه وباسي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې له دې پرته به ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا احتمالي بریا له شرمه ډکې ماتې سره مخ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي