۰
پاکستانۍ ډیلي ټایمز ورځپاڼه:

طالبان د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال وېش خپلمنځي اختلاف لري

سی شنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۱
پاکستانۍ ډیلي ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو مهال وېش پر سر د طالب مشرانو تر منځ اختلافات رامنځ ته شوي دي.
طالبان د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال وېش خپلمنځي اختلاف لري
پاکستانۍ ډیلي ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو مهال وېش پر سر د طالب مشرانو تر منځ اختلافات رامنځ ته شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د ۱۴ میاشتو موده له امریکا سره سلا شوي و، خو مشرتابه یې دغه موده د منلو نه ده.

ډیلي ټایمز د دوحې د سولې له بهیره د خبرو ځینو سرچینو له قوله ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موده د خبرو یوه کلیدي موضوع وه.

د ورځپاڼې په باور ملا عبدالغني برادر له امریکا او ناټو سره ۱۴ میاشتو مهال وېش سلا شوی خو د طالبانو مشرتابه پرې خوشحاله نه دی.

سرچینه زیاتوي، په دې اړه د طالبانو له مشرتابه سره مشوره نه وه شوې او وړاندې دوی په خپلو خبرو کې د نهو میاشتو خبرې کړې وه، خو امریکا د ۱۸ میاشتو غوښتنه کوله.

دغه ورځپاڼې زیاته کړې، اوس ملا برادر دا خبره د طالب مشرانو مخې ته اېښې، چې خبرې پرې روانې دي، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

په ورته وخت کې قطر کې د طالبانو يوه چارواکي ورځپاڼې ته ويلي، پر ټولو مسايلو خبرې روانې دي او اوس په دې اړه کوم رسمي ځواب نه شي ورکولى، خو چې وروستۍ شي دوى به يې اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي