د فرانسې ولسمشر امانوېل مرکرون پر هند او پاکستان غږ کړي، چې د کشمیر مساله خپله خپلو منځو کې سره حل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مکرون دغه څرګندونې پرون د هند له لومړي وزیر نریندرا مود سره په ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي.
مود دوه ورځې وړاندې فرانسې ته تللی او د دغه هېواد له ولسمشر او نورو چارواکو سره یې په یو لړ موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.
د دې لیدونو وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، فرانسه د داسې یوې تګلارې ملاتړ کوي چې وضعیت ثبات او له ترهګرۍ څخه لرې وساتي.
نوموړي زیاته کړې، چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر کړکېچ باید دواړه لوري په خپل منځ کې حل کړي.
د هند د یادونې ده، چې د هند او پاکستان تر منځ په دې وروستیو کې ترینګلتیا هله ډېره شوه، چې هند له هندي کشمیره کورواکي واخسته او پولې ته یې ګڼ شمېر سرتېري واستول.
پاکستان د دې په کار په بدل کې خپل سفر له ډیلي او د ډیلي سفیر له اسلام آباد وایستل او له هند سره یې اقتصادي اړیکې وځنډولې.
جمهورخبري آژانس:کابل