۰

ازبکستان او افغانستان اقتصادي او سوداګریزه اړیکې پراخوي

شنبی ۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۴
ازبک او افغان چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو په پراختیا او زیاتولو ټینګار کړی دی.
ازبکستان او افغانستان اقتصادي او سوداګریزه اړیکې پراخوي
ازبک او افغان چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو په پراختیا او زیاتولو ټینګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبرې د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر او ازبکستان د یوه لوړ پوړي پلاوي تر منځ لیدنه کې شوې دي.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراختیا او د همکاریو په ډېرولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د مالي وزارت سرپرست همایون قیومي وايي، افغانستان د سړک جوړونې، کانونو د کیندلو، فابریکې جوړولو او نورو انکشافي برخو کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري.

نوموړي زیاته کړې، ازبکستان ته په کار ده، چې په دې برخه کې کار او پانګونې ته زړه ښه کړي.

په ورته وخت کې د ازبکستان لوړي پوړي پلاوي هم ویلي، په سیمه کې اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د رامنځ ته شویو هوکړ د عملي کولو هڅه کوي او غواړي د یوه پرمختللي افغانستان په جوړولو کې خپله ونده ادا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي