کورنیو چارو وزارت: په دریو ولایتونو کې ۲۵ طالبان وژل شوي

3 سنبله 1398 ساعت 13:24

کورنیو چارو وزارت د هېواد په دریو ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۲۸ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت د هېواد په دریو ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۲۸ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د وږي ۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو فراه، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې عملیات تر سره کړي.

د سرچینې په وینا د فراه پشترود ولسوالۍ کې د تر سره شویو عملیاتو په ترڅ کې د یوه سرګروپ په ګډون ۲۱ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې هم د عملیاتو پر مهال ۴ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119708

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119708/

جمهور
  https://www.jomhornews.com