کورنیو چارو وزارت د هېواد په دریو ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۲۸ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د وږي ۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو فراه، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې عملیات تر سره کړي.
د سرچینې په وینا د فراه پشترود ولسوالۍ کې د تر سره شویو عملیاتو په ترڅ کې د یوه سرګروپ په ګډون ۲۱ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې هم د عملیاتو پر مهال ۴ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل