۰

حکومت بین الاافغاني خبرو ته چمتوالي نیسي، دوه اونیو کې به پیل شي

یکشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۱
راپورونه وایي، افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره په چمتوالي بوخت دی او راتلونکو دوه اونیو کې به دغه خبرې پیل شي.
حکومت بین الاافغاني خبرو ته چمتوالي نیسي، دوه اونیو کې به پیل شي
راپورونه وایي، افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره په چمتوالي بوخت دی او راتلونکو دوه اونیو کې به دغه خبرې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې پر افغان سوله د امریکايي استازو او طالبانو خبرې هیله بښوونکې دي، او ډېر ژر به د دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي.

د سرچینو په وینا د طالبانو او امریکا تر منځ نهم پړاو خبرو کې، چې نن یې څلورمه ده ډېر پرمختګ شوی او دواړه لوري ورته خوشبین دي.

راپورونه زیاتوي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې په صورت کې به بین الاافغاني خبرو ته لار هوار او دا خبرې به هم پیل شي.

د ولسمشر غني نېږدې سلاکار او د اداري اصلاحاتو د کمېسیون مشر نادر نادري ویلي، حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره په چټکۍ چمتووالی نیسي.

نوموړي واشنګټن پوست ورځپاڼې ته ویلي کېدای شي په راتلونکو څو اونیو کې بین الاافغاني خبرې پيل شي، چې په وینا یې ورته همدا اوس یوه وړه ډله په ښه بڼه د خبرو ترسره کولو لپاره روزل کېږي.

په ورته وخت کې د قطر له خبرو باخبره سرچینې هم وایي، طالبان او امریکا هوکړې ته نېږدي شوي و د هوکړې تر لاسلیک دوه اوونۍ وروسته به بین الاافغاني خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي