۰

قندوز کې د طالبانو یو زندان مات او ۱۵ تنه ترې راخوشي شول

دوشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۷
افغان ځانګړو ځواکونو قندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او ۱۵ تنه یې ترې راخوشي کړي دي.
قندوز کې د طالبانو یو زندان مات او ۱۵ تنه ترې راخوشي شول
افغان ځانګړو ځواکونو قندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او ۱۵ تنه یې ترې راخوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت وایي، ځانګړو ځواکونو تېره شپه(د وږي ۳مه) د قندوز امام صاحب ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړل.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، په دې عملیاتو کې د طالبانو یو زندان مات، ساتونکي یې و وژل شول او ۱۵ تنه زندانیان ترې راخوشي شول.

دفاع وزارت دا نه ویلي، چې د زندان څو ساتونکي یې وژلي خو وایي، په دې عملیاتو کې د طالبانو د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه هم له منځه وړل شوې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې ځانګړو ځواکونو تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د طالبانو یو شمېر زندانونه مات او سلګونه زندانیان یې ترې راخوشي کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي