۰

سعودي د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو ښه کولو برخه کې همکاري کوي

دوشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۹
افغان ولسمشر د سعودي عربستان له خادم الحرمین الشریفین ملک سلمان بن عبدالعزیز او یو شمېر نورو لوړ پوړو سعودي چارواکو سره ولیدل او پر دوه اړخیزه اړیکو یې ورسره خبرې وکړې.
سعودي د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو ښه کولو برخه کې همکاري کوي
افغان ولسمشر د سعودي عربستان له خادم الحرمین الشریفین ملک سلمان بن عبدالعزیز او یو شمېر نورو لوړ پوړو سعودي چارواکو سره ولیدل او پر دوه اړخیزه اړیکو یې ورسره خبرې وکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر چې دوه ورځې وړاندې د یوه لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ سعودي عربستان ته تللی، پرون یکشنبې د وږي ۳ مه د سعودي له چارواکو سره وکتل.

د سعودي پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز دغه هېواد ته د ولسمشر غني سفر د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا لپاره ګټور وباله او افغانستان ته یې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د مبارکۍ تر څنګ په افغانستان کې د تل پاتې سولې او جګړې د پای ته رسېدو هیله وکړه.

ښاغلي بن عبدالعزیز و ویل، چې هېواد یې په افغانستان کې ټولې ترهګرۍ پېښې او بریدونه چې افغانانو ته په کې مرګ ژوبله اوړي په کلکو ټکو غندي او د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

هغه و ویل«زه د افغانستان وضعیت له نېږدې څارم، موږ د افغان دولت په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوو او د افغانانو د ژوند د ښه والي له به خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړو.»

خادم الحرمین الشریفین د افغانستان له ولسمشرۍ ټاکنو هم ملاتړ وکړ ویې ویل، چې دغه ټاکنې به په افغانستان کې د تل پاتې سولې زمینه برابره کړي.

نوموړي د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو پر ښه کېدا ټینګار تر څنګ و ویل، چې دغه دوه اسلامي هېوادونه بیا د ګډو ګټو لپاره کار وکړي او سعودي په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

ولسمشر غني هم د سعودي پاچا له تاوده هرکلي د مننې تر څنګ و ویل، سعودي عربستان په هغه ځای ځایګي، چې لري یې ټولې اسلامي نړۍ په ځانګړې ډول افغانستان ته ځانګړی ارزښت لري.

ښاغلي غني له سعودي سره د دوه اړخیزه پراختیايي، سوداګریزه، اقتصادي په پراختیا او دغه راز له سعودي له لوري افغان کارګرو ته د کار ورکولو او افغانستان کې پر پانګونې ټینګار وکړ او دا یې یو مهم ګام وباله.

نوموړي ترهګري او افراطیت د افغانستان، سعودي، ټولې سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ وباله او د ترهګرۍ له لمنځه وړولو لپاره یې په ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

د دغه لیدنې په پای کې د سعودي پاچا یو ځل بیا افغانستان کې پر سولې او ټاکنو ټینګار وکړ، ویې ویل، چې ټولو اړونده بنسټونو ته لارښوونه وکړي، چې له افغانستان سره همکاریو او پانګونې به برخه کې عملي اقدامات وکړي.

بل خوا په همدې ورځ ولسمشر جده ښار کې د سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیر عادل بن احمد الجبیر وکتل او پر دوه اړخیزه اړیکو، ترهګرۍ سره پر مبارزې، افغان سولې، ټاکنو او اقتصادي مسایلو خبرې اترې وکړې.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر هم د سولې او ټاکنو غوڅ ملاتړ وکړ، ویې ویل، چې هېواد یې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

الجبیر د دوه اړخیره اړیکو پراختیا ته په اشارې و ویل، چې سعودي عربستان د افغانستان نړیوال او سیمه ییز ملاتړی دی او په مختلفتو برخو کې به له دغه هېواد سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

ولسمشر غني هم وویل، چې افغانستان له سعودي عربستان سره پر دیني، تاریخي او دوستانه ډول مشترکات لري او ملګرتیا یې د افغانانو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

ښاغلي غني سوله او ټاکنې د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې وبللې او په دې برخه کې یې د سعودي عربستان د همکارۍ له ژمنو مننه وکړه.

په ورته وخت کې ولسمشر په همدې جده ښار کې د سعودي د سوداګرۍ له وزیر ډاکتر ماجد بن عبدالله اقصبي سره هم ولیدل او ورسره یې پر دوه اړخیزه، صادراتي، اقتصادي، سوداګریزه اړیکو، برېښنا او کانونو راایستلو په برخه کې په پانګونې خبرې وکړې.

افغان ولسمشر د آسیا د څلور لاري په توګه له ځانګړي اقتصادي ارزښت څخه برخمن دی او په دې برخه کې د سعودي عربستان رول او همکاري مهمه ده.

د سعودي د سوداګرۍ وزیر و ویل، چې سعودي پاچا ورته په افغانستان کې د پانګونې، اقتصادي او سوداګریزې پراختیا او نورو برخو کې لارښوونې کړې چې عمل به پرې وشي.

هغه ټينګار وکړ، چې د پانګونې، سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا په برخه کې یې مهمې پروژې پلان کړې، چې له افغان حکومت سره به په ګډه پرې کار وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي