۰
خلیلزاد:

له افغان ځواکونو د امریکا ملاتړ به له طالبانو سره تر تړون وروسته هم دوام ولري

سی شنبه ۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۱
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امریکا له طالبانو سره تر هر ډول تړون وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ دوام ورکوي.
له افغان ځواکونو د امریکا ملاتړ به له طالبانو سره تر تړون وروسته هم دوام ولري
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امریکا له طالبانو سره تر هر ډول تړون وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ دوام ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې رویټز د طالب سرچینو په قول راپور ورکړی و، چې له امریکا سره تر تړون وروسته به هم له افغان دولت سره جګړه دوام ولري.

دوه طالب
خلیلزاد په خپل ټوېټر لیکلي«د دوه طالب قوماندانو له لوري چې نوم یې هم نه دی یاد شوی، له افغان ځواکونو د امریکا د ملاتړ پرېښودل حقیقت نه لري هېڅوک نه باید د تبلیغاتو دوکه وخوري او یا هم په وهم کې شي، اجازه راکړی په واضح ډول و واویم موږ له افغان ځواکونو د طالبانو سره تر هر ډول تړون وروسته هم ملاتړ ته دوام ورکوو.»
قوماندانانو رویټرز آژانس ته زیاته کړې وه، چې تر تړون وروسته به امریکا له افغان ځواکونو ملاتړ پرېکړي او طالبان به د زور له لارې د واک تر لاسه کولو جګړې ته دوام ورکړي.

خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد نه یوازې د رویټرز دا خبر رد کړی، بلکې ویلي یې دي، چې له طالبانو سره تر هر ډول تړون وروسته به هم امریکا د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

خلیلزاد په خپل ټوېټر لیکلي«د دوه طالب قوماندانو له لوري چې نوم یې هم نه دی یاد شوی، له افغان ځواکونو د امریکا د ملاتړ پرېښودل حقیقت نه لري هېڅوک نه باید د تبلیغاتو دوکه وخوري او یا هم په وهم کې شي، اجازه راکړی په واضح ډول و واویم موږ له افغان ځواکونو د طالبانو سره تر هر ډول تړون وروسته هم ملاتړ ته دوام ورکوو.»

د خلیلزاد په وینا ټولو لورو په دې هوکړه کړې، چې د افغانستان راتلونکی برخلیک به په بین الاافغاني خبرو کې مشخص شي.

دا په داسې حال کې ده، چې خلیلزاد له تېرې جمعې راهیسې د قطر پلازمېنه طالبانو سره په خبرو کې دی او ویل کېږي دواړه لوري هوکړې ته نېږدې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي