افغان پوځ په ځینو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد عملیات پیلوي

5 سنبله 1398 ساعت 14:57

ملي دفاع وزارت وايي، په نېږدې راتلونکې کې به په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د وسله والو طالبانو پر ضد تهاجمي عملیات پیل کړي.


ملي دفاع وزارت وايي، په نېږدې راتلونکې کې به په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د وسله والو طالبانو پر ضد تهاجمي عملیات پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت زیاته کړې، چې په ځینو ولایتونو دغه ډول عملیات پیل شوي خو وزارت په پام کې لري، چې په یو شمېر نورو ولایتونو کې یې هم پیل کړي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، د دې عملیاتو په پیل سره به خلک په نېږدې ورځو کې په امنیتي وضعیت کې د ستر بدلون شاهدان وي.

نوموړي زیاته کړې، په دې عملیاتو کې به هڅه وشي، چې د ترهګرو ډولو او طالبانو مرکزونه او ځالې له منځه یووړل شي او امنیت تامین شي.

دفاع وزارت پر داسې مهال په ځینو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د تهاجمي عملیاتو د پیلولو خبر ورکوي، چې همدا اوس په ځینو ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي او امنیت یې خورا ترینګلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119765

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119765/

جمهور
  https://www.jomhornews.com