چاودنې د ننګرهار پوهنتو یو استاد وژلی او درې نور ټپیان شوي دي

6 سنبله 1398 ساعت 9:12

سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د ماین چاودنې له امله د پوهنتون یو استاد وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د ماین چاودنې له امله د پوهنتون یو استاد وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون سه شنبې د وږي ۵ مه مازیګر مهال د جلال آباد ښار په اومه ناحیه کې د ننګرهار پوهنتون د استادانو په موټر شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، چاودنه د چسپکي ماین له امله د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د مشر پوهاند مسعود نیکبخت پر موټر شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې پوهاند مسعود نیکبخت وژل شوی او د پوهنتون دوه نور استادان ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا ټپي استادان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوی او روغتیايي حالت یې ښه دی.

تر اوسه کومې ډلې د دغه چاودنې مسوولیت نه دی اخیستی.


جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119781

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119781/

جمهور
  https://www.jomhornews.com