استرالیا په افغانستان کې پانګونه کوي

6 سنبله 1398 ساعت 9:29

کابل کې د استرالیا نوی سفیر جیوفري پیټر وايي، همدا چې شرایط مساعد او زمینه برابره شي هېواد، به یې په افغانستان کې پانګونه وکړي.


کابل کې د استرالیا نوی سفیر جیوفري پیټر وايي، همدا چې شرایط مساعد او زمینه برابره شي هېواد، به یې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سفیر پیټر دغه څرګندونې پرون سه شنبې د وږي ۵ مه د افغانستان د مالیې له سرپرست وزیر همایون قیومي سره لیدنه کې کړې دي.

د استرالیا سفیر ویلي، هېواد یې په بېلو برخو کې د افغانستان په پرمختګ کې ونډه اخیستې ده او خپلې همکارۍ ته به ادامه ورکوي.

نوموړي ټینګار کړی، همدا چې شرایط مساعد شي استرالیا خورا لېواله ده چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او له دغه هېواد سره ښې سوداګریزې اړیکې ولري.

سفیر زیاته کړې په افغانستان کې ډېر داسې محصولات شته دي چې استرالیا یې د واردولو لېوالتیا لري او په دې برخه کې به له افغان حکومت سره پر همکاریو خبرې وکړي.

نوموړي ژمنه کړې، چې هېواد به یې د افغانستان په اقتصادي، سوداګریزه او تحصیلي وده کې به همکاري کوي.

په ورته وخت کې د ماليې سرپرست وزیر همایون قیومي هم ویلي، استرالیا د افغانستان ښه ملګری هېواد دی او په مهمو وختونو کې یې په مهمو ځایونو کې له افغانستان سره د همکارۍ او مرستې اوږه ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119783

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119783/

جمهور
  https://www.jomhornews.com