۰

استرالیا په افغانستان کې پانګونه کوي

چهارشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۹
کابل کې د استرالیا نوی سفیر جیوفري پیټر وايي، همدا چې شرایط مساعد او زمینه برابره شي هېواد، به یې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
استرالیا په افغانستان کې پانګونه کوي
کابل کې د استرالیا نوی سفیر جیوفري پیټر وايي، همدا چې شرایط مساعد او زمینه برابره شي هېواد، به یې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سفیر پیټر دغه څرګندونې پرون سه شنبې د وږي ۵ مه د افغانستان د مالیې له سرپرست وزیر همایون قیومي سره لیدنه کې کړې دي.

د استرالیا سفیر ویلي، هېواد یې په بېلو برخو کې د افغانستان په پرمختګ کې ونډه اخیستې ده او خپلې همکارۍ ته به ادامه ورکوي.

نوموړي ټینګار کړی، همدا چې شرایط مساعد شي استرالیا خورا لېواله ده چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او له دغه هېواد سره ښې سوداګریزې اړیکې ولري.

سفیر زیاته کړې په افغانستان کې ډېر داسې محصولات شته دي چې استرالیا یې د واردولو لېوالتیا لري او په دې برخه کې به له افغان حکومت سره پر همکاریو خبرې وکړي.

نوموړي ژمنه کړې، چې هېواد به یې د افغانستان په اقتصادي، سوداګریزه او تحصیلي وده کې به همکاري کوي.

په ورته وخت کې د ماليې سرپرست وزیر همایون قیومي هم ویلي، استرالیا د افغانستان ښه ملګری هېواد دی او په مهمو وختونو کې یې په مهمو ځایونو کې له افغانستان سره د همکارۍ او مرستې اوږه ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي