۰
د امریکا د پوځ مشر:

له افغانستان د ځواکونو ایستل شرایطو پورې تړلي، طالبان باید ضمانت راکړي

پنجشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۸
د امریکا د پوځ مشر جنرال جوزیف ډانفورډ وایي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل په شرایطو پورې اړه لري او طالبان باید تضمین کړي، چې نور به دغه هېواد د ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي.
له افغانستان د ځواکونو ایستل شرایطو پورې تړلي، طالبان باید ضمانت راکړي
د امریکا د پوځ مشر جنرال جوزیف ډانفورډ وایي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل په شرایطو پورې اړه لري او طالبان باید تضمین کړي، چې نور به دغه هېواد د ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال ډانفورډ دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د وږي ۶ مه خبریالانو سره خبرو کې کړې او ویلي یې دي امریکا غواړي دا یقیني کړي، چې نور به افغانستان د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي.

هغه زیاته کړې«دا مهال زه د ځواکونو د ایستلو کلمه نه کاروم، زمه غواړم دا و وایم، چې موږ غواړو دا یقیني کړو، چې افغانستان د ترهګرو پټنځای نه دی، مو د سولې او ثبات راوستلو هلې ځلې کوو.»

جنرال ډانفورډ د ځواکونو د ایستلو په اړه و ویل مخکې تر دې چې دامریکا له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي، طالبان باید تضمین کړي چې افغانستان به بیا د سختدریځو پر ځالې نه بدلېږي.

دغه راز هغه ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره جوجاړی باید د دې ډلې او افغان حکومت تر منځ د سولې د لویې موافقې لپاره د خبرو اترو سبب شي.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر چې د جنرال ډانفورډ تر څنګ ولا و هم ویلي د سولې هوکړه باید دا تضمین کړي، چې افغانستان نور پر امریکا او متحدیتنو یې د حملې لپاره د ترهګرو خوندي ځای نه دی.

د امریکا پوځي چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ولسمشر ټرمپ هم ویلي دوی له افغانستان د ځواکونو ایستلو ته بېړه نه لري او د وتلو هېڅ ډول مهال وېش یې شتون نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي طالبانو او امریکايي استازو د قطر نهم پړاو خبرو کې د سولې هوکړه نهايي شوې او دواړو لورو د ځواکونو پر ایستلو او دغه راز له افغانستان د ګواښ نه پېښېدو په اړه هوکړې ته سره رسېدلي دي.

ویل کېږي د دغه هوکړې په اساس په اساس به ۱۴ میاشتو کې امریکایي سرتېري له افغانستانه وځي، طالبان به اوربند اعلانوي او له افغان حکومت سره به د سولې مخامخ خبرې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي