روسي او قطري چارواکو پر افغان سوله خبرې کړې

9 سنبله 1398 ساعت 8:32

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل قطري سیال او مرستیال لومړي وزیر محمد الثاني سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل قطري سیال او مرستیال لومړي وزیر محمد الثاني سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، لاوروف او الثاني په دغه تلېفوني اړیکه کې د افغان سولې پروسې په پرمختګونو، د سوریې د بحران په اړه نظریات سره تبادله کړي دي.

که څه هم په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو له دې وړاندې لاوروف ویلي و مسکو چمتو دی، چې د طالبانو ضمانت وکړي.

لاروف او الثاني پر داسې مهال په افغان سوله خبرې کوي، چې هلته د قطر پلازمېنه دوحه کې له تېرو ۹ ورځو راهیسې د امریکا او طالبانو تر منځ په سوله خبرې روانې دي.

راپورونه وايي، د دواړو اړخونو له لوري د سولې هوکړه نهايي شوې خو لا هم په ځینو جزیات شاربلو سره بوخت دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119845

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119845/

جمهور
  https://www.jomhornews.com