غزني کې د طالبانو ټپي شوی قاضي پاکستان کې ومړ

10 سنبله 1398 ساعت 9:23

سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو یو ټپي شوی قاضي د پاکستان په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو یو ټپي شوی قاضي د پاکستان په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي، طالبانو دغه مشهور قوماندان او قاضي عبدالحی مدثر نومېده.

نوموړي زیاته کړه، چې قاضي عبداالحی مدثر څو ورځې وړاندې د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ په ګاومېشک سیمه کې د افغان ځواکونو سره جګړه کې ټپي شوی وو.

د هغه په وینا دغه قاضي تر ټپي کېدو وروسته طالبانو پېښور ته د درملنې لپاره وړی و، چې پرون یې د نشترآباد روغتون کې ساه ورکړې ده.

خو طالبانو دا خبر رد کړې او ویلي یې دي په دې نامه د دوی کوم غړی نه دی وژل شوی.
 
جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
a


د مطلب کود: 119894

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119894/

جمهور
  https://www.jomhornews.com