سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو یو ټپي شوی قاضي د پاکستان په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي، طالبانو دغه مشهور قوماندان او قاضي عبدالحی مدثر نومېده.
نوموړي زیاته کړه، چې قاضي عبداالحی مدثر څو ورځې وړاندې د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ په ګاومېشک سیمه کې د افغان ځواکونو سره جګړه کې ټپي شوی وو.
د هغه په وینا دغه قاضي تر ټپي کېدو وروسته طالبانو پېښور ته د درملنې لپاره وړی و، چې پرون یې د نشترآباد روغتون کې ساه ورکړې ده.
خو طالبانو دا خبر رد کړې او ویلي یې دي په دې نامه د دوی کوم غړی نه دی وژل شوی.
جمهورخبري آژانس:غزني
a