راپورونه وایي، وسله والو طالبانو پر قندوز ښار تر ماتې وروسته بغلان ولایت ته مخه کړې او هلته یې بریدونه پیل کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو وړمه شپه پر قندوز ښار بریدونه پیل کړل خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت وروسته یې ماته وخوړه.
افغان امنیتي چارواکي وایي، قندزو کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، ښار ترې پاک شوی او طالبان د تېښتې په حال کې دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا ښار په مکمل دول له طالبانو پاک شوی او لا هم هلته چاڼیز عملیات روان او هغه طالبان چې د تېښتې په حال کې دي، د افغان ځواکونو له کمین سره مخ کېږي.
خو په ورته وخت کې راپورونه وایي، طالبانو قندوز کې تر ماتې وروسته د بغلان مرکز پلخمري کې هم بریدونه پیل کړي دي.
د بغلان د ولایتي شورا غړي محمد ظریف ظریف جمهور خبري آژانس ته و ویل، طالبانو تېره شپه له دوه لارو پل معد او بند دو پر پلخمري ښار بریدونه پیل کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو جګړه لا هم د پلخمري ښار په نېږدې سیمو کې جریان لري.
هغه ډاډ څرګند کړ، چې ښار په مکمل ډول د افغان ځواکونو کنټرول کې دی او د سقوط کېدو هېڅ ډول ګواښ یې نشته.
د کورنیو چارو وزارت هم تاییدوي، چې بغلان کې جګړه روانه ده، خو په وینا یې د پلخمري په دوو سیمو کې طالبان محاصره شوي دي او هڅه کېږي له منځه یوړل شي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:بغلان