بدخشان ولایت کې د ولسي پاڅونوالو یو مهشور او وتلی قوماندان نذیز محمد نیازی په یوه بمي چاودنه کې ځای پر ځای وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قوماندان نیازی پرون یکشنبې د وږي ۱۰ مه ماښام مهال شپږ بجې د بدخشان مرکز فیض آباد کې وژل شوی دی.
قوماندان نذیر محمد نیازی، چې بدخشان کې یو زورور قوماندان ګڼل کېده ویل کېږي له ۳ تر څلور زره ملېشه یې درلوده او د ولسي پاڅونوالو قومانده یې هم پر غاړه وه.
د افغان حکومت اجرائیه ریاست هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د قوماندان نیازي د وژل کېدو پخلی کړی او ډاکتر عبدالله پرې خواشني ښودلې ده.
نوموړي ویلي قوماندان نیازی جهادي قوماندان او بانفوذه مخور و، چې وژل کېدل یې د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه ده.
جمهورخبري آژانس:بدخشان