۰

د جوزجان په شبرغان کې د ګازو دوه زېرمې افتتاح شوې

دوشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۲
د کانونو او پټرولیم وزارت د شمالي جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د ۱۳ میلیونه ډالرو په لګښت د طبعي ګازو د استخراج دوه زېرمې افتتاح کړې.
د جوزجان په شبرغان کې د ګازو دوه زېرمې افتتاح شوې
د کانونو او پټرولیم وزارت د شمالي جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د ۱۳ میلیونه ډالرو په لګښت د طبعي ګازو د استخراج دوه زېرمې افتتاح کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دوه زېرمې چې د شبرغان په یتیم تاق سیمه کې موقعیت لري، پرون د کانونو او پترولیم سرپرست وزیرې نرګس نهان له خوا په رسمي ډول افتتاح شوې.

نوموړې وایي، د ګازو د دغو دوه زېرمو د استخراج په چاره ۱۳ میلیونه ډالر لګېدلي چې پیسې یې د نړیوال بانک لخوا ورکړل شوې دي.

اغلې نرګس نهان د دغه زېرمو د پرانستې په مراسمو کې ویلي، حکومت هڅه کوي، چې د ګازو په استخراج پانګونه زیاته کړي او په کور د ننه د اړتیا وړ ګازو اسانتیا خلکو ته برابر کړي.

په ورته وخت کې د جوزجان د افغان ګاز د تصدۍ رئیس محمد ایوب نیوند ویلي، له دغو دوه زېرمو څخه به ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۰ زره متر مکعب ګاز استخراجېږي.

د نوموړي په وینا دا ګاز به د بیات ګروپ د بریښنا د تولید په پروژه او مزار شریف د ښيښه یي جیکونو او ګیلاسون د تولید په فابریکه مصرفېږي.

د یادونې ده، جوزجان کې ۱۳۶ د ګازو زېرمې دي چې په اټکلي ډول یې په اړه ویل شوي، سل میلیارده متر مکعب طبیعي ګاز په کې شته، خو دا مهال یې ایله له ۴۰ زېرمو څخه افغان حکومت ګاز استخراجوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي