د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د سیمه ییزه پولیسو قوماندان وژل شوی

11 سنبله 1398 ساعت 10:26

سیمه ییز چارواکي وايي، د هلمند ولایت د نادعلی ولسوالۍ د سیمه ییزه پولیسو قوماندان د ناپېژانده وسله والو کسانو په برید کې و وژل شو.


سیمه ییز چارواکي وايي، د هلمند ولایت د نادعلی ولسوالۍ د سیمه ییزه پولیسو قوماندان د ناپېژانده وسله والو کسانو په برید کې و وژل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د وږي ۱۱ مه سهار شاوخوا ۸ بجې د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د سیمه ییزه پولیسو قوماندان غلام سخي په یاده سیمه کې د ناپېژانده وسله والو کسانو تر برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.

د هغه په وینا غلام سخي چې د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی وو له تېر یوه کار راهیسې د سیمه ییزه پولیسو د قوماندان دنده پر غاړه درلوده.

د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون بدخشان کې هم یوې ماین چاودنې په دغه ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو یو مهم قوماندان وژلی دی.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 


د مطلب کود: 119946

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119946/

جمهور
  https://www.jomhornews.com