سیمه ییز چارواکي وايي، د هلمند ولایت د نادعلی ولسوالۍ د سیمه ییزه پولیسو قوماندان د ناپېژانده وسله والو کسانو په برید کې و وژل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د وږي ۱۱ مه سهار شاوخوا ۸ بجې د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د سیمه ییزه پولیسو قوماندان غلام سخي په یاده سیمه کې د ناپېژانده وسله والو کسانو تر برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.
د هغه په وینا غلام سخي چې د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی وو له تېر یوه کار راهیسې د سیمه ییزه پولیسو د قوماندان دنده پر غاړه درلوده.
د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون بدخشان کې هم یوې ماین چاودنې په دغه ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو یو مهم قوماندان وژلی دی.
جمهورخبري آژانس:هلمند