۰
روسیه:

د افغانستان سوله د سیمې امنیت ته مهمه ده، موږ یې ملاتړ کوو

چهارشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۳
ملګرو ملتونو کې د رویسې استازی واسیلي نبینزیا وايي، افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې د امنیت لپاره مهم دی او مسکو یې ملاتړ کوي.
د افغانستان سوله د سیمې امنیت ته مهمه ده، موږ یې ملاتړ کوو
ملګرو ملتونو کې د رویسې استازی واسیلي نبینزیا وايي، افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې د امنیت لپاره مهم دی او مسکو یې ملاتړ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نبینزیا پرون سه شبنې د وږي ۱۲ مه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان په اړه یې له امریکا سره ګټورې خبرې کړي دي.

نوموړي ویلي، چې روسیه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او په دغه هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات غوښتونکې ده.

د هغه په وینا مسکو د افغانانو تر منځ د رامنځ ته شوې هوکړې ملاتړ او هڅه کوي، چې افغانان خپلو کې سره کېني او شته ستونزې د بین الاافغاني خبرو له لارې حل کړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ټینګار کړی، چې هېواد به یې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې خپل ملاتړ ونه سپموي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي