لغمان کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي

13 سنبله 1398 ساعت 13:41

سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو لغمان ولایت کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي، چې ماشومان هم په کې شامل دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو لغمان ولایت کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي، چې ماشومان هم په کې شامل دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ویلي، پېښه نن چهارشنبې د وږی ۱۲ مه د لغمان ولایت په قرغه يي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې ناپېژانده وسله والو د دغه کورنۍ دوه هلکان، دوه نجونې او یوه ښځه وژلې او له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

د دولتزي په وینا دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

د والي ویاند زیاتوي، یاده کورنۍ اصلي د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې د شخصي دښمنۍ له امله قرغه‌يي ولسوالۍ کې ژوند کاوه.

د هغه په وینا پولیسو د مجرمینو د نیولو پلټنې پیل کړې، خو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 120035

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120035/

جمهور
  https://www.jomhornews.com