سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو لغمان ولایت کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي، چې ماشومان هم په کې شامل دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ویلي، پېښه نن چهارشنبې د وږی ۱۲ مه د لغمان ولایت په قرغه يي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې ناپېژانده وسله والو د دغه کورنۍ دوه هلکان، دوه نجونې او یوه ښځه وژلې او له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
د دولتزي په وینا دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
د والي ویاند زیاتوي، یاده کورنۍ اصلي د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې د شخصي دښمنۍ له امله قرغهيي ولسوالۍ کې ژوند کاوه.
د هغه په وینا پولیسو د مجرمینو د نیولو پلټنې پیل کړې، خو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل