۰

کندهار کې د شپږو غلچکي بریدګرو په ګډون ۱۵ طالبان نیول شوي

پنجشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۵
د کندهار د ملي امنیت ریاست په دغه ولایت کې د شپږو غلچکي بریدګرو په ګډون د ۱۵ وسله والو طالبانو د نیولو خبر ورکړی دی.
کندهار کې د شپږو غلچکي بریدګرو په ګډون ۱۵ طالبان نیول شوي
د کندهار د ملي امنیت ریاست په دغه ولایت کې د شپږو غلچکي بریدګرو په ګډون د ۱۵ وسله والو طالبانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن پنشنبې د وږي ۱۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، نیول شویو وسله والو په کندهار ښار او ځینو ولسوالیو کې ترهګریز فعالیتونه درلوده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ملي امنیت منسوبین د دغه وسله والو پر وړاندې عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې هغوی ونیول شوی او دا مهال ترې پلټنې روانې دي.

د یاد ریاست په وینا په نیول شویو کسانو کې شپږ تنه غلکچي بریدګر دي، چې نظامي او ملکي کسانو د ترور دنده یې لرله.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس: کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي