د بدخشان لپاره د طالبانو والي او مهم قوماندان وژل شوی دی

16 سنبله 1398 ساعت 8:46

امنیتي سرچینې وايي، د افغانستان په کچه د طالبانو یو تر ټولو خطرناک قوماندان او د بدخشان لپاره د دغه ډلې نومول شوی والي وژل شوی دی.


امنیتي سرچینې وايي، د افغانستان په کچه د طالبانو یو تر ټولو خطرناک قوماندان او د بدخشان لپاره د دغه ډلې نومول شوی والي وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو دغه والي پرون جمعه د وږي ۱۵ مه په یوه هوایي برید کې وژل شوی دی.

سرچینې زیاتوي، چې قاري فصیح الدین چې د افغانستان په کچه د طالبانو مهم قوماندان او د بدخشان والي وو، د یاد ولایت په وردوج ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

چارواکي وايي، په قاري فصیح الدین په هوايي برید کې د هغه یو ساتونکی هم وژل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بدخشان


د مطلب کود: 120113

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120113/

جمهور
  https://www.jomhornews.com