۰

ټرمپ له طالبانو سره سره د سولې خبرې لغوه کړې

یکشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۵
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو سره لیدنه او د دغه ډلې سره د سولې روانې خبرې لغوه کړې.
ټرمپ له طالبانو سره سره د سولې خبرې لغوه کړې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو سره لیدنه او د دغه ډلې سره د سولې روانې خبرې لغوه کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون شنبې د وږي ۱۶ مه په یوه ټوېټ کې ویلي، چې دغه مذاکرات یې په کابل کې د طالبانو د وروستي برید له امله لغوه کړې دي.

هغه په ټوېټ کې دا هم ویلي، ټاکل شوې وه، د یکشنبې په ورځ په کمپ ډوېډ کې د طالبانو له لوړ پوړو مشرانو او افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره جلا جلا په پټه وګوري.

خو په وینا یې دا لیدنه یې هم ځکه لغوه کړې، چې طالبانو کابل کې د وروستي برید په کولو سره فکر کولو چې دا کار به یې موقف غښتلی کړي، خو خراب یې کړ.

ښاغلي ټرمپ لیکلي« متاسفانه د طالبانو ډلې د کاذب فشار راوړلو په خاطر په کابل کې د یو برید مسولیت ومانه چې په هغه کې زمونږ یو ستر سرتیری او ۱۱ تنه نور ووژل شول.»

ښاغلي ټرمپ ویلي، له دې برید وروسته هغه سمدستي د لوړپوړو طالبانو سره لیدنه فسخه کړه او د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات یې لغو کړل.

نوموړي د یوې پوښتنې په بڼه لیکلي دي:«څه ډول کسان بیشمیره خلک په ظاهره د خپلو چانه وهلو د موقف د قوي کولو لپاره وژني؟»

د امریکا ولسمشر په ټینګار سره ویلي، چې طالبانو په کابل کې په وروستي برید سره د خپلو چانه وهلو موقف غښتلی نه بلکه خراب کړ.

هغه ویلي، طالبان نشي کولای د سولې دغو ډیرو مهمو مذاکراتو کې په اوربند توافق وکړي او حتی ۱۲ بیګناه کسان وژني، نو د هغه په وینا هغوی یو "معنی داره" موافقت لیک ته د رسېدو قدرت هم نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي