۰
د سولې په تړاو د ټرمپ له پرېکړې وروسته د افغان دولت غبرګون!

د سولې پر وړاندې اصلي خنډ طالبان دي، موږ د امریکا هڅې ستایو

یکشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۸
د ټرمپ له خوا طالبانو سره د سولې مذاکراتو تر لغوه کولو وروسته افغان دولت وايي، افغان ولس او حکومت باعزته او تل پاتې سوله غواړي، خو د سولې پر وړاندې اصلي خنډ طالبان دي.
د سولې پر وړاندې اصلي خنډ طالبان دي، موږ د امریکا هڅې ستایو
د ټرمپ له خوا طالبانو سره د سولې مذاکراتو تر لغوه کولو وروسته افغان دولت وايي، افغان ولس او حکومت باعزته او تل پاتې سوله غواړي، خو د سولې پر وړاندې اصلي خنډ طالبان دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ نن یکشنبې د وږي ۱۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په داسې حال کې، چې افغان حکومت او ولس سولې ته ژمن دی، خو د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالۍ او افغان وژنه د دې لامل شوه، چې د سولې په لار کې خنډ رامنځ ته شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي« موږ تل ټينګار کړی، چې واقعي سوله هله راتلای شي، چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.»

سرچینه زیاتوي، چې د افغانستان دولت د سولې د طراح مدافع او تطبیق کوونکي په توګه د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړو ته درناوی کوي او د دې جرګې له خوا د سولې لپاره د افغانستان د خلکو په محوریت او د افغان دولت په مالکیت د وړاندې شوې کړنلارې تعقیب خپل مسوولیت ګڼي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي افغان  دولت د سولې په تړاو د خپلو متحدینو صادقانه هڅې ستايي او ژمن دی چې په راتلونکي کې د امریکا متحده ایالاتو او نورو متحدینو سره د تلپاتې او باعزته سولې په راوستو کې په ګډه کار وکړي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي افغان دولت د روان کال د میزان په ۶مه نېټه د جمهوري ریاست پر ټاکنو او له دې لارې د یوه قوي، قانوني او مشروع حکومت په رامنځته کېدو ټینګار کوي، تر څو د سولې روانه پروسه په بشپړ دقت او تدبیر مخ ته یوسي.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون شنبې د وږي ۱۶ مه په یوه ټوېټ کې له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه اعلان کړل.

ټرمپ په ټوېټ زیاته کړې، ټاکل شوې وه، د طالب مشرانو او ولسمشر غني سره په ډېوېډ کمپ کې پټه کتنه وکړي خو دغه لیدنه یې هم لغوه کړې ده.

هغه ویلي له طالبانو سره د سولې خبرې او له طالب مشرانو سره یې کتنه ځکه لغوه کړې، چې طالبانو کابل کې د وروستي برید په کولو سره فکر کولو چې دا کار به یې موقف غښتلی کړي، خو خراب یې کړ.

ښاغلي ټرمپ لیکلي« متاسفانه د طالبانو ډلې د کاذب فشار راوړلو په خاطر په کابل کې د یو برید مسولیت ومانه چې په هغه کې زموږ یو ستر سرتېری او ۱۱ تنه نور ووژل شول.»

ښاغلي ټرمپ ویلي، له دې برید وروسته هغه سمدستي د لوړپوړو طالبانو سره لیدنه فسخه کړه او د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات یې لغو کړل.

نوموړي د یوې پوښتنې په بڼه لیکلي دي:«څه ډول کسان بیشمیره خلک په ظاهره د خپلو چانه وهلو د موقف د قوي کولو لپاره وژني؟»

د امریکا ولسمشر په ټینګار سره ویلي، چې طالبانو په کابل کې په وروستي برید سره د خپلو چانه وهلو موقف غښتلی نه بلکه خراب کړ.

هغه ویلي، طالبان نشي کولای د سولې دغو ډیرو مهمو مذاکراتو کې په اوربند توافق وکړي او حتی ۱۲ بیګناه کسان وژني، نو د هغه په وینا هغوی یو "معنی داره" موافقت لیک ته د رسېدو قدرت هم نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي