۰

د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ طالبانو نیولې

یکشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د هېواد په شمال کندوز ولایت کې دشت ارچي ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ طالبانو نیولې
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د هېواد په شمال کندوز ولایت کې دشت ارچي ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیتي چارواکي وایي، طالبانو تېره شپه پر دغه ولسوالۍ بریدونه پیل کړل او افغان ځواکونو شاتګ وکړ.

په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو هم ویلي، چې طالبان ماښام مهال دې ولسوالۍ ته ننوتل او دا ولسوالي یې په بشپړه توګه نیولې ده.

د کندوز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني وایي، افغان ځواکونو له دشت ارچي ولسوالۍ شا تګ کړی او په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره یې جوته نه کړه.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ټوېټر لیکلي، چې د دشت ارچي ولسوالۍ مرکز، قومانداني او ټولې پوستې یې نیولې، ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې او ګڼ مهمات یې نیولي دي.

طالبان پر داسې مهال د دشت ارچي ولسوالۍ مرکز نیسي، چې له دې وړاندې یې له مرکز پرته نورې برخې د دوی په لاس کې وې.

راپورونه وایي، د جګړې له امله ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر کورنۍ د ګاوندي تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ ته کډه شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کندوز
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي